کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د شاګرد سره د … ویډیو خپرېدو وروسته پاکستانی مفتي څه وايي؟
مفتي عزیزالرحمان

د شاګرد سره د … ویډیو خپرېدو وروسته پاکستانی مفتي څه وايي؟

د پاکستان د مولانا فضل الرحمان د ګوند ایالتي مرستیال مشر، د جامعه منظور الاسلام مدرسې شېخ الحدیث او استاد مفتي عزیزالرحمان له یو شاګرد سره په مدرسه کې د غېر اخلاقي کار ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، چې له هغه وروسته نوموړی له مدرسې او د ګوند له چارو څخه اخوا کړای شو.

اوس تازه مفتي عزیزالرحمان یوه ویډیو خپره کړې ده او دا ویډیو یې د هغه پر وړاندې یوه دسیسه بللې ده او د هغه او د جامعه منظور الاسلامیه مدرسې د بدنامولو هڅه یې ګڼلې ده.

دغه مفتي په خپله ویډیو کې وايي چې هغه له تېرو ۲۵ کالو راهیسې دیني زده کړې ورکوي، یو نیم کال وړاندې هم پرې همداسې تورونه پورې شوي و، چې هغه وروسته بیا هغه بې ګناه ثابت شو.

هغه وویل، چې د جامعه منظور الاسلامیه مهتمم په دې ویره کې دی، چې زه به په دې مدرسه باندې قبضه وکړم، نو له دې امله یې زما پر وړاندې دا دسیسه جوړه کړه او زه یې بدنام کړم. هغه وايي په ویډیو کې چې زما سره کوم قاري لیدل کېږي، دا په اصل کې د درې کلونو لپاره له ازموینې ورکولو څخه منع کړای شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د مفتي عزیزالرحمان دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې اوس هم لاس په لاس کېږي، چې هغه په مدرسه کې دننه د خپل یو شاګرد سره غېر اخلاقي کار ترسره کوي. د دغه مفتي زوی هم په یاده مدرسه کې استاد دی او هغه هم دا ویډیو تایید کړې ده.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …