کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ظاهر خان ښه توپ اچونه، ملتان سلطانز د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه
ظاهر خان ۱

د ظاهر خان ښه توپ اچونه، ملتان سلطانز د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه

ظاهر خان نن د کوټې ګلیډیټرز لپاره دویمه لوبه ترسره کوي چې نن نوموړي ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۱ ویکټ یې هم واخیسته، همدا راز ملتان سلطانز بیا کوټې ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۲۵مه لوبه د ملتان سلطانز او کوټې ګلیډیټرز ترمنځ ترسره کېږي، چې کوټې د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې شان مسعود تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۷۳ منډې یې وکړې، همدا راز جوهانسن چارلس ۴۷، محمد رضوان ۲۱ او خوشدل شاه ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کوټې ګلیډیټرز له خوا بیا خرم شهزاد ۲ لوبغاړي وسوځول، ظاهر خان، حسن خان او محمد نواز ۱-۱ ویکټ واخیستې. ظاهر خان په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یې ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه لوبه ده، ملتان سلطانز د ۶ نومرو سره په جدول کې څلورمه لوبډله ده او کوټه ګلیډیټرز بیا د ۴ نومرو سره تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …