کورپاڼه / خپلواک / د شاى هوپ سليزې ويسټ انډيز بريالى کړ او افغانستان وايټ واش ماته وخوړه
افغانستان او ويسټ انډيز

د شاى هوپ سليزې ويسټ انډيز بريالى کړ او افغانستان وايټ واش ماته وخوړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ نومبر ۲۰۱۹): افغان لوبډلې ويسټ انډيز ته يو ښه هدف وټاکه، خو د ويسټ انډيز له لوري شاى هوپ ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره او سليزه يې ووهله چې په دې سره يې خپله لوبډله په پنځه ويکټو بريالۍ کړه او ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته په لوبلړۍ کې وايټ واش ماته ورکړه.

افغانستان او ويسټ انډيز د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ دريمه لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کړه. په پيل کې پچه ويسټ انډيز وګټله او افغان لوبډلې ته يې لومړى د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځي او ابراهيم ځدراڼ توپوهنه پيل کړه، نن د ابراهيم لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه وه، خو هغه يوازې دوه منډې ترلاسه او خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه. همدا راز رحمت شاه او اکرام علي خېل هم څه ونه کولاى شول او له مېدانه بهر شو.

خو حضرت الله ځاځي ښه توپوهنه ترسره کړه او پنځوسيزه يې ترلاسه کړه، همدا راز تر هغه وروسته اصغر افغان او نجيب الله ځدراڼ ښه توپوهنه پيل کړه، خو نجيب الله ځدراڼ يوازې ٣٠ منډې کړې وې چې وسوځېده.

محمد نبي له اصغر سره ښه ملګرتيا وکړه او دواړو په ګډه ١٢٧ منډې وکړې چې د افغانستان منډې يې د يوه ښه هدف په لوري بوتللې. اصغر افغان تر ټولو زياتې ٨٦ منډې وکړې او خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه. همدا راز محمد نبي هم ٥٠ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.نبي، اصغر او حضرت

افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٩ منډې وکړې او ويسټ انډيز ته يې يو ښه هدف مخې ته کېښود.

د ویسټ انډیز لپاره کیمو پاول ۳، الزاري جوسیپ ۲ او روسټون چیس ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

په پيل کې د ويسټ انډيز توپوهنه ډېره کمزورې روانه وه، ځکه دوه مهم لوبغاړي، ايوان ليوس او شيمرون هيټماير يې مجيب الرحمان په دريم اور کې وسوځول، چې ١ او صفر منډې يې وکړې.

خو له هغه وروسته بيا شاى هوپ او برېنډن کنګ په زړه پورې توپوهنه پيل کړه، برينډن کنګ ٣٩ منډې ترلاسه کړې او د راشد خان په توپ باندې ايل بي ډبليو شو. له هوپ سره بيا نيکولاس پوران ٢١ او کيرون پولارډ د ٣٢ منډو ملګرتيا وکړه.

خو شاى هوپ بيا ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او افغان توپ اچونکي يې ښه وټکول، نوموړي ١٠٨ ناسوځېدلې منډې وکړې او روسټون چيس ٤٢ ناسوځېدلې منډې وکړې او ويسټ انډيز لوبډله يې بريا ته ورسوله.شاى هوپ

ويسټ انډيز ياد هدف په ٤٨.٤ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره او ٢٥٣ منډې يې وکړې چې په پنځه ويکټو يې لوبه کې بريا خپله او افغان لوبډله ته يې د درې يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې وايټ واش ماته ورکړه.

د افغانستان لپاره مجيب الرحمان ٢، شرف الدين اشرف، محمد نبي او راشد خان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاى هوپ ترلاسه کړه او همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بيا روسټون چيس ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې په درې واړه يو ورځنيو لوبو کې ويسټ انډيز بريا خپله کړه. په لوبلړۍ کې شاى هوپ تر ټولو زياتې ٢٢٨ منډې ترلاسه کړې. همدا راز روسټون چيس ١٤٥ او اصغر افغان ١٢٤ منډې وکړې. روسټون چيس بيا ٦ او مجيب الرحمان ٥ ويکټې ترلاسه کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ به د نومبر په ١٤مه نېټه پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …