کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ملتان سلطانز د ۱۱۰ منډو په ستر توپیر کوټه ګلیډیټرز ماته کړه
شاهنواز دهاني او عمران طاهر

ملتان سلطانز د ۱۱۰ منډو په ستر توپیر کوټه ګلیډیټرز ماته کړه

د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې توپوهونکي د ملتان سلطانز د توپ اچونې پر وړاندې ډېر کمزوري ثابت شول او د ۱۱۰ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه، چې ټوله لوبډله یې په ۱۳م اور کې وسوځېدله.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۲۵مه لوبه د ملتان سلطانز او کوټې ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې کوټې پچه وګټله او ملتان ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې شان مسعود ۷۳، جوهانسن چارلس ۴۷، محمد رضوان ۲۱ او خوشدل شاه ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کوټې له خوا خرم شهزاد ۲، ظاهر خان او حسن خان ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۸۴ منډو هدف په تعقیب د کوټې ګلیډیټرز توپوهنه په بشپړه توګه ناکامه شوه او ټوله لوبډله په ۱۲.۱ اورونو کې د ۷۳ منډو په جوړولو وسوځېده چې د ۱۱۰ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه.

د کوټې لپاره تر ټولو زیاتې ۱۹ منډې جیک ویدرالډ وکړې، سرفراز احمد ۱۳، عثمان خان ۱۲ او محمد نواز ۱۰ منډې وکړې، همدا راز ظاهر خان هم ۶ منډې ترلاسه کړې. د ملتان له خوا عمران طاهر ۳، عمران خان ۲، بلیسنګ موزرباني، سهل تنویر او شاهنواز دهاني ۱-۱ ویکټ واخیستې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …