کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نوین الحق یو ځل بیا زبردسته توپ اچونه ترسره کړه
نوین الحق

نوین الحق یو ځل بیا زبردسته توپ اچونه ترسره کړه

د افغانستان چټک توپ اچونکي نوین الحق یو ځل بیا په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه او د ۲۰ منډو په ورکولو سره یې دوه پیلیز توپوهونکي وسوځول، خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه.

پرون په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې برمنګهم بیرز او لیسټرشایر لوبډلې مخامخ شوې، چې په پیل کې لیسټرشایر پچه وګټله او لومړی یې برمنګهم ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

برمنګهم بیرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې ویل روډیس ۷۹، سام هین ۴۵ او بیټر ملن ۲۲ منډې وکړې. د لیسټرشایر له خوا بین مایک ۴، نوین الحق ۲ او کالم پارکینسن ۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۹۱ منډو هدف په تعقیب کې د لیسټرشایر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې چې د ۳۵ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا سکاټ سټیل ۴۶، ریشي پټیل ۳۰ او لیویس هیل ۲۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، نوین الحق هم ۴ منډې ترلاسه کړې. د برمنګهم له خوا ډیني بریګس او ټیم بریسنن ۳-۳، کارلوس بریتویټ ۲ او کریګ مایلس ۱ ویکټ واخیستې.

د یادولو وړ ده چې نوین الحق په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې تراوسه پورې ۵ لوبې ترسره کړې دي او ۹ لوبغاړي یې سوځولي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …