کورپاڼه / جالب / هوا پېژندونکو د واده د وړاندیز لپاره داسې ځای ټاکلی و چې حیران به شئ

هوا پېژندونکو د واده د وړاندیز لپاره داسې ځای ټاکلی و چې حیران به شئ

په بهرنیو هیوادونو کې کله چې یو څوک چاته د واده وړاندیز کوي، نو ډېر ښکلي ځایونه ورته ټاکي او هلته ورته د ژوند د ملګري کېدو وړاندیز کوي. خو په امریکا کې دوو هوا پېژندونکو د همدې موخې لپاره داسې ځای او موسم ټاکلی چې حیران به مو کړي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې نهه ویشت کلن ټام بیډرډ او د هغه ملګرې شپږ ویشت کلنه ریا میډی چې دواړه هوا پېژندونکې دي، خو دا پلار د ټام و او ریا یې ترې نه وه خبره کړې او د کوژدې ګوتمۍ ورته حیرانوونکې وه.

راپور زیاتوي چې ټام، ریا د امریکا د کینسس ایالت ویچیټو ښار ته بېولې، خو هلته باد چلېده. په ویډیو کې لیدل کېږي چې دوی بوړبوکۍ ته په تمه و او کله چې ریا بوړبوکۍ ولېده، نو هماغه خوا کتل خو ټام له جیبه ګوتمۍ راوویسته.

په دې دوران کې ریا له ډېرې خوښې ټوپونه وهل خو کله چې یې ټام ته پام شو، خو حیرانه پاتې شوه، ریا وایي چې زه په ژوند کې د لومړي ځل لپاره بوړبوکۍ وینم، دا زما لپاره ډېره د خوشحالۍ موقع وه خو ټام یادګاري کړه.

نوموړې زیاتوي چې دا ورځ په ټوله نه هېروم، ما چې بوړبوکۍ ته کتل نو په ذهن کې مې دا ول چې زه به دا تعقیبوم، خو کله چې مې ټام ته وکتل نو د ګوتمۍ په لیدو دومره خوشحاله شوم چې بوړبوکۍ مې له ذهن څخه ووته.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …