کورپاڼه / اسعار / ۲۷ جوزا ۱۴۰۰: امریکايي ډالر ۱۰ پوله نور هم ارزان شو
د اسعارو بیې ۱۷ جون ۲۰۲۱

۲۷ جوزا ۱۴۰۰: امریکايي ډالر ۱۰ پوله نور هم ارزان شو

د شاوخوا دوه اونیو د پورته تګ وروسته اوس امریکايي ډالر بېرته ورو ورو ښکته راروان دی، چې تازه ۱ امریکايي ډالر ۱۰ پوله نور هم ارزان شوی دی.

د سرای شهزاده د نن (۲۷ جوزا ۱۴۰۰۰ \ ۱۷ جون ۲۰۲۱) نرخ ۱ امریکايي ډالر په ۷۸.۵۰ افغانۍ دی، چې پرون په ۷۸.۶۰ او له هغه یوه ورځ مخکې بیا په ۷۸.۷۰ باندې و.

په تېرو دوه اونیو کې امریکايي ډالر تر ۱ افغانۍ زیات پورته تللی و، خو اوس له تېرو دوه ورځو راهیسې بېرته ۱۰-۱۰ پوله ښکته راروان دی.

د سرای شهزاده د نن تازه نرخونو ته په کتلو سره د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۰.۷۵ افغانۍ، ۱ یورو په ۹۳.۸۰ افغانۍ، ۱ انګلیسي پاونډ په ۱۰۸.۳۰ افغانۍ، ۱ اسټرالیايي ډالر په ۵۸.۷۰ افغانۍ او ۱ کاناډایي ډالر په ۶۲.۸۰ افغانۍ دی.

همدا راز ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۵ افغانۍ، ۱۰۰۰ جاپاني ین په ۷۰۰ افغانۍ، ۱۰۰۰ ایراني تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، ۱۰۰۰ هندي کلدارې په ۱۰۶۵ افغانۍ او د ترکیې ۱ لیره په ۹.۶۰ افغانۍ دي.

د بحرېن ۱ دینار په ۱۹۸ افغانۍ، د قطر ۱ ریال په ۱۹.۷۰ افغانۍ، د کویت ۱ دینار په ۲۵۵ افغانۍ او د متحده عربي اماراتو ۱ درهم په ۲۱.۲۵ افغانۍ دی.

دا هم ولولئ

بلاول بهټو او عمران خان

بلاول بهټو: د عمران خان لاسپوڅي حکومت ولس د بې وزلۍ کندې ته رسولی

پاکستانی ځوان سیاستوال او د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د پاکستان …