کورپاڼه / هنر او کلتور / کمال خان د (رادی) فلم ناکامېدل خپله بریا ګڼلې

کمال خان د (رادی) فلم ناکامېدل خپله بریا ګڼلې

د بالیووډ د فلمونو سلطان سلمان خان او د کمال خان، چې ځان د فلمونو نقاد ګڼي، ترمنځ جنجالونه لاهم دوام لري خو اوس یې جنګ قانوني بڼه غوره کړې.

خو کمال خان اوس هم له خپله ضده نه اوړي، له سلمان خان څخه یې د بخښنې له غوښتلو انکار وکړ او اوس یې ټولنیزې رسنۍ ته مخه کړې او هلته یې د ټویټر د توپونو مخ د سلمان خان پر لور اړولې.

د کمال خان پخپل ځان باور دومره ډېر شوی، چې نه یوازې خپل ځان د نړۍ لومړی نقاد ګڼي بلکې د سلمان خان د (رادی) فلم د تاوان کریډیټ هم خپل تنقید ته ورکوي.

کمال خان پخپل ټویټ کې لیکلي چې:((د رسنیو د راپور له مخې پر او ټي ټي پلیټ فارم وروسته خپور شوي لوی فلم ۹۵۰ میلونه تاوان وکړ چې کریډیټ یې د نړۍ اول نمبر نقاد ته ځي.))

د نوموړي دغه جنګ تر یو ټویټ پورې محدود نه بلکې ورپسې یې یو بل ټویټ کړی، خو د سلمان نوم یې نه دی یاد کړی او لیکلي یې دي: ((دا ځان د بالیووډ بدمعاش ګڼي او وایي چې مینوال لري، ښه توکه ده! اوس دې مینوال یوازې پر مریخ پاتي، پر ځمکه خو نشته، نو اوس دې فلم پر مریخ خپور کړه.))

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …