کورپاڼه / خبرونه / د فرانسې مسلمان فوټبالر د شرابو پر وړاندې مثالي اقدام وکړ

د فرانسې مسلمان فوټبالر د شرابو پر وړاندې مثالي اقدام وکړ

د فرانسې مشهور مسلمان د فوټبال لوبغاړي پال پوګبا د یو خبري کانفرانس پرمهال د کرسټیانو رونالډو په څېر کړنه تکرار کړه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په یورو جام سیالیو کې د فرانسې او جرمني له لوبې وروسته په یو خبري کانفرانس کې پال پوګبا د مېز له سره د شرابو بوتل لېرې کړ او یو لوري ته یې کېښود.

دوه ورځې وړاندې د پرتګال تکړه لوبغاړي کرسټیانو رونالډو په خبري کانفرانس کې له خپلې د کوکا کولا بوتل لېرې کړ، چې په دې ډول یاد شرکت ته څو میلیارده تاوان واوړېده.

پال پوګبا تېره میاشت د انګلستان په تجارتي لیګ کې د یوې وروسته د فلسطین بېرغ هم پورته کړی و. باید یاده کړم چې پال پوګبا په ۲۰۱۹ کال مسلمان شو او په دې اړه یې په یوه مرکه کې ویلي ول چې په دې ډول یې زړه آرامه کېږي.

پال پوګبا وایي، کله چې په اسلام کې داخل شوم نو په ژوند کې مې مثبت بدلون راغی، دغه دین زما لپاره هر څه دي او ماته یې ددې موقع راکړه چې د هر څه شکر ادا کړم. نوموړی زیاتوي چې زه په یوه مسلمانه کورنۍ کې نه یم پیدا شوی، مور مې مسلمان وه خو داسې روزل شوی یم چې باید د ټولو درناوی وکړم.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …