کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د کلیسترول کمونکې درمل دماغي فعالیتونه اغېزمنوي

څېړنه: د کلیسترول کمونکې درمل دماغي فعالیتونه اغېزمنوي

ساینسپوهان وایي چې د کلیسترولو د کمولو لپاره د ځینو استعمالېدونکو درملو او په زړښت کې د بېلابېلو دماغي ناروغیو ترمنځ په واضح ډول اړیکه شتون لري.

دغه څېړنه چې د کیلیفورنیا د لاس اینجلس په پوهنتون کې ترسره شوې، درې سوه د منځني عمر کسان یې پکې د څېړنې لاندې نېول شوي و، نو هغه کسان چې د کلیسترولو کمونکې (لایپوفیلیک) درمل یې استعمالول، د حافظې او د فکر کولو وړتیا یې یو څه اغېزمنه وه.

هغه کسان چې د لایپوفیلیک درمل یې استعمال کړي ول، په دوی کې اته کاله وروسته د ډیمنشیا په ګډون د نورو دماغي ناروغیو خطر د نورو ناروغانو په پرتله ډېر او څرګند و.

په دې څېړنه کې د کلیسترولو کمونکو درملو د استعمال او د ډیمنشیا ترمنځ اړیکه نه ده موندل شوې، خو ددې درملو استعمالونکو کې اته کاله وروسته د ډیمنشیا خطر ډېر و. ممکن دغه درمل د دماغو لپاره د اړتیا وړ غوړ ختموي او په دې ډول دماغو ته زیان رسوي.

د څېړنې لیکونکی ډاکتر پرسنا پدمنابام خبرداری ورکړی چې اوسمهال د لایپوفیلیک او ډیمنشیا ترمنځ یوازې او یوازې اړیکه موندل شوې، خو بېړه مه کوئ او په اړه یې نورو څېړنو او پایلو ته په تمه شئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …