کورپاڼه / خبرونه / حشمت شهیدي: که حشمت شهیدي هم یو ـ یو ټیسټ ور نه کړي نو په لوبډله کې به نه وي

حشمت شهیدي: که حشمت شهیدي هم یو ـ یو ټیسټ ور نه کړي نو په لوبډله کې به نه وي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوي کپتان او تکړه توپ وهونکې حشمت الله شهیدي ویلي، که چېرته حشمت شهیدي هم یو ـ یو ټیسټ ور نه کړي نو د لوبډلې برخه به نه وي.

حشمت الله شهیدي له شمشاد تلویزون سره د یوې مرکې پرمهال ویلي چې په کابل کې یې د ملي لوبډلې لپاره کیمپ ځکه په لار اچولی ترڅو د راتلوونکو لوبو لپاره اماده ونیسي.

نوموړی وایي چې په مخ کې مو ډېرې لوبې دي او د کیمپ هدف دادی چې د لوبو لپاره پلانونه جوړ کړو او کومې نیمګړتیاوې د توپ وهنې، توپ اچونې، توپ نېونې او فټنس په برخه کې یې لرو، په دې ټولو مو کار روان کړی، ورځ تر بلې هڅه کوو چې تر بلې خپل فټنس ښه کړو.

شهیدي په لوبډله کې د لوبغاړو د شاملېدو په اړه وایي، هر څوک چې د یوولس کسیزې لوبډلې حقداره وي، هماغه به لوبېږي، موږ ډېر ښه، ښه لوبغاړو لرو، موږ که له هر چاسره لوبې لرو، ګټلی یې شو، خو لږ تیاري ته اړتیا لرو.

شهیدي زیاتوي چې کرکټ بورډ راسره وعده کړې چې هر ډول سهولیتونه درته برابروو. سهولیتونه برابرول د کرکټ کار دی، خواري او زیار ایسته زموږ کار دی ترڅو هدف ته ځانونه ورسوو.

نوموړی وایي چې موږ ډېر مصروف مهالویش لرو، ترمخ مو د سوپر لیګ سیالۍ دي او ددې سیالیو ترمنځ هیچاته اجازه نشته چې د یوه ورځینو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي، یوازې شل اورېزې او ټیسټ لوبې کولی شي. موږ پوره کاله مصروفه یو له پاکستان، سریلانکا، استرالیا او ویسټ اندیز سره لوبې لرو او هڅه مو دا ده چې لوبې وګټو.

دی وایي چې موږ دوه ډوله پلانونه لرو، یو اوږدمهاله او بل لنډمهاله پلان دی، زموږ تمرکز د سوپر لیګ په لوبو دی ترڅو نړیوال جام ته لار پیدا کړو او په نړیوال جام کې به ښې لوبډلې ماتې کړو، ځکه چې لوبغاړي مو وړتیا لري او د نړۍ په هر لیګ کې لوبېږي.

شهیدي د فټنس په اړه وایي چې دا د یو لوبغاړي لپاره په هماغه اندازه اړین دی لکه د یو سوداګر لپاره چې سرمایه څومره اړینه وي، نو څومره چې د یو لوبغاړي فټنس ښه وي، په هماغه اندازه به یې لوبه ښه وي، خو که چېرته حشمت شهیدي هم یو، یو ټیسټ ور نه کړي نو د لوبډلې برخه به نه وي.

نوموړي له خپلو مینوالو هیله څرګنده کړې، چې د تل په څېر یې سپورټ کړي او پخپلو دعاګانو کې یې یاد وساتي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …