خپلواک وېبپاڼه (١١ نومبر ٢٠١٩): د هندي سينما د نامتو فلمي ستوري سلمان خان پلار او فلم جوړونکي سليم خان په هند کې د بابري جومات په تړاو د هند د سترې محکمې پرېکړه ستايلې ده او ويلي يې دي، چې موږ ته د جومات نه، بلکې د ښو ښوونځيو اړتيا ده.
د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، سليم خان د بابري جومات په تړاو د سترې محکمې د پرېکړې په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې سترې محکمې په ايوديا کې د جومات لپاره د کومې ٥ جريبې ځمکې امر کړى دى، په هغې باندې دې ښوونځى جوړ شي، ځکه مسلمانانو ته په هند کې د جومات نه، بلکې د ښوونځي اړتيا ډېره ده.
سليم خان وويل، چې د نبي علېه السلام دوه صفتونه مينه او بخښنه ده، نو اوس د ايوديا قضيه ختمه شوه، مسلمانانو ته پکار دي چې د دغه دوه صفتونو سره مخکې لاړ شي، خپله مينه ښکاره کړي او خلک وبخښي.
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې دا ډول شيان بيا مه تکراروئ او مخکې لاړ شئ، د داسې لانجمنو پرېکړو نه وروسته هم هر څه سوله ييز دي، دا ډېره ښه خبره ده، اوس دا ومنئ ځکه چې د لسيزو پخوانۍ يوه لانجه حل شوه، زه د سترې محکمې پرېکړه منم.
سليم خان په خپلو خبرو کې وويل، چې مسلمانان دې د ايوديا په قضيه باندې نور بحثونه نه کوي، بلکې د خپلو بنيادي ستونزو په اړه دې بحثونه وکړي او هغې ته دې حل لارې پېدا کړي. هغه وايي چې همدا لامل دى چې زه وايم موږ ته د ښوونځيو او روغتونونو اړتيا ډېره ده، نو که د بابري جومات په بدل کې په ورکړل شوې ٥ جريبه ځمکه باندې ښوونځى يا پوهنتون جوړ شي، دا به ډېره ښه وي.
هغه وايي چې مسلمانانو ته دې په ايوديا کې يو تعمير ورکړل شي، ځکه چې موږ ته د جومات اړتيا نشته، لمونځ موږ په هر ځاى کې کولاى شو، په اورګاډي کې، په الوتکه کې، په ځمکه او په هر ځاى کې، خو موږ ته د ښوونځيو اړتيا ډېره ده.
هغه همدا راز زياته کړه، چې که ٢٢٠ ميليونه مسلمانانو ته ښه زده کړه ورکړل شي نو په هېواد کې به ډېرې ستونزې حل شي، موږ ته پکار دي چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړو او په دې بايد پوه شو چې د ښه راتلونکي لپاره زده کړه ډېره مهمه ده. مهمه ستونزه دا ده چې مسلمانان په زده کړه کې کمزورې دي، نو ځکه وايم چې د ايوديا قضيه نوره ختمه کړئ او يو نوى پيل وکړئ.