کورپاڼه / اسلام / دوه هغه شیان چې انسان ګمراه کوي

دوه هغه شیان چې انسان ګمراه کوي

حضرت نوح علیه السلام کله چې د طوفان پر وخت په کښتۍ کې ناست و، نو هلته یې شیطان ولید نو ورته یې وویل ته دلته هم راورسېدي، اوس دې تر هغې نه پرېږدم ترڅو چې ستا راز معلوم نه کړم.

نوح علیه السلام پورته شو، شیطان یې ونیو او ورته یې وویل، دا راز راته ووایه چې ته څه ډول خلک ګمراه کوې، شیطان ورته وویل، پنځه خبرې دي، درې درته وایم، دوه یې نه درته وایم، دا وخت نوح علیه السلام ته وحي راغله او ورته وویل شول، چې دې مردود ته ووایه چې د هغه دریو اړتیا نشته، هغه دوه راته ووایه.

نوح علیه السلام شیطان ته وویل چې ماته د هغه دریو رازونو اړتیا نشته، هغه دوه راته ووایه چې ته یې راته نه وایې. شیطان مجبور شو او ویې ویل هغه دوه خبرې چې زه پرې خلک ګمراه کوم او تاته یې ویل نه غواړم نو وا یې وره.

شیطان وویل هغه دوه شیان یو حسد دی او بل حرص، په حسد سره زه له جنت ته راولویدم او په حرص سره حضرت آدم علیه السلام راولوید. یعنې کله چې الله تعالی حضرت ادم پیدا کړ، شان و شوکت یې ورکړ، علم یې ورکړ نو الله تعالی فرښتو ته وویل سجده ورته وکړئ، فرښتو سجده وکړه، خو ابلیس تکبر وکړ او له هغې وروسته یې حسد وکړ او په همدې سبب شیطان ګمراه شو.

او ادم علیه السلام ته شیطان وویل هغه ونه چې ته ورڅخه منع شوی یې، که چېرته یې مېوه وخورې نو ډېره ګټه به درته وکړي او تل به ژوندی وي، حضرت آدم علیه السلام سره حرص پیدا شو، مېوه یې وخوړه او ګمراه شو.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …