کورپاڼه / خبرونه / سټیو سمت له کین ویلیمسن څخه لومړی مقام ونیو

سټیو سمت له کین ویلیمسن څخه لومړی مقام ونیو

د ټیسټ لوبو په نوي رینکنګ کې چې د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) له لورې خپور شوی، استرالیایي لوبغاړي سټیو سمت د نیوزیلینډ له کپتان کین ویلیمسن څخه لومړی مقام ونیو.

د توپ وهنې په رینکنګ کې سټیو لومړی مقام خپل کړی او ترڅنګ یې د توپ وهنې په برخه کې د استرالیا چټک توپ اچونکې پیټ کمنز هم لومړنی مقام نېولی.

د ای سي سي د ټیسټ لوبو په رینکنګ کې د غوره لسو توپ وهونکو په نوملړ کې بدلون راغی، لومړی مقام چې له دې وړاندې له کین ویلیمسن سره و، سټیو سمت ترې د ۵ پوینټونه په توپیر نېولی دی او نوموړي پویڼتونه ۸۹۱ ته پورته شوي.

همدغه راز د انګستان کپتان جو روټ له څلور مقام څخه پنځم مقام ته لوېدلی او ویرات کوهلي ترې مقام نېولی، خو بل لوري ته پاکستانی لوبغاړی بابر اعظم په لسم مقام کې ځای لري.

د توپ اچونې په برخه کې پیټ کمنز لومړی ځای لري خو په نوملړ کې بدلون راغی او سټارټ براډ او رباډا په ترتیب سره شپږم او اووم مقام خپل کړی او ترڅنګ یې جیمز انډرسن او جیسن هولډر په اتم او نهم مقام کې ځای لري. دغه راز هولډر په الراونډرانو کې بیا لومړی مقام خپل کړی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …