کورپاڼه / جالب / څېړنه: هغه انجونو چې واده نه کوي، خوشحاله ژوند لري

څېړنه: هغه انجونو چې واده نه کوي، خوشحاله ژوند لري

په ژوند کې د خوښۍ او د زړه ډاډ لپاره واده یو اړین عنصر ګڼل کېږي، خو په انګلستان کې د یوې څېړنې له مخې د هغه انجونو یا میرمنو په اړه حیرانوونکې موندنې شوي چې واده نه کوي.

د کیوریس ماینډ په نوم د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې په دې څېړنه کې موندل شوې، هغه انجونې چې واده نه کوي د هغوی په پرتله چې واده کوي ډېر ښه او خوشحاله ژوند کوي او دغه پیغلې انجونې د مجردو هلکانو په پرتله هم ډېرې خوشحاله وې.

راپور زیاتوي چې په ناواده کړیو یو شپېته سلنه انجونو ویل، چې دوی ډېر خوشحاله ژوند لري، خو د دوی برعکس د مجردو هلکانو نهه څلویښت سلنو بیا ویل چې دوی هم خوشحاله ژوند کوي. دغه راز پنځه اویا سلنه میرمنو وویل چې موږ یوازې خوشحاله یو، د خاوند د لرلو هیله نه لرو.

په دې اړه د ایسیکس پوهنتون استاد ایملي ګرنډي وایي، په عموم کې ښځې د ټولنیزو اړیکو اړوند د نارینه په پرتله ښه وي، که هغوی واده کړي هم نه وي، نو د ملګرتیا اړیکې یې له خپګان او اندیښنې څخه لېرې ساتي.

او ترڅنګ یې د واده کړي ژوند مسولیتونه او د کور کارونه هم پر سر نه وي پراته، که کار کوي نو ګټل شوې پیسې له ځان سره ساتي او په دې ډول ډېرې پیسې ساتي. نو پورته ټول عوامل یې د خوشحاله ژوند سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …