کورپاڼه / روغتيا / د ورېژو ډېر استعمال د شکر د ناروغۍ سبب کېږي

د ورېژو ډېر استعمال د شکر د ناروغۍ سبب کېږي

که چېرته تاسې د ورېژو مینوال یاست او هر وخت یې په شوق سره خورئ، نو باید دا خبره په غوږ کې ونیسئ چې د ورېژو په ډېر استعمال سره بدن ډېره نشایسته ترلاسه کوي چې خطرناک یې ګڼلی شو.

د اسیایي هیوادونو د اوسیدونکو په اړه ویل کېږي، چې دوی د شکر په ناروغۍ ډېر اخته کېږي او په دې سیمه کې د یادې ناروغۍ کچه ډېره ده، چې لوی لامل یې د نورو عادتونو ترڅنګ د ورېژو خوراک هم په ګوته شوی.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ورېژو استعمال د انسان د روغتیا لپاره ډېر خطرناک وي او په همدې سبب د انسان په بدن کې د شکر کچه لوړېږي او د وینې د شکر په ناروغۍ یې اخته کوي.

دوی وایي که چېرته په ورځني ډول ورېژې وخوړل شي نو د شکر د ناروغۍ خطر تر یوولس سلنو پورې لوړوي. که څه هم د ورېژو په اړه عام تصویر دادی چې دغه خوراکي توکي خطرناک نه وي، خو اوس ویل کېږي چې ورېژې د روغتیا لپاره یو له زیان رسونکو توکو څخه دي.

د یوې څېړنې له مخې ویل شوي چې په یوه پیاله ورېژو په هماغه اندازه کاربوهایډریټ شتون لري، په کومه اندازه چې د کوکا کولا په یو کوتۍ کوي او کله چې دا کاربز د بدن برخه وګرځي نو په بوره بدلېږي او له وینې سره یوځای کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …