کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د سرطاني ناروغیو خطر لوړوي

هغه خوراکي توکي چې د سرطاني ناروغیو خطر لوړوي

روغتیایي کارپوهانو وړاندوینه کړې چې د روانې پېړۍ تر پایه به په نړۍ کې د مړینې ترټولو لوی لامل د سرطان ناروغي وي، نو ځکه خو روغتیایي څانګې هڅه کوي ترڅو ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېر کار وکړي.

که څه هم په هر شخص کې د سرطاني ناروغیو د خطر ډېرېدل ډېر عناصر لري خو د څېړنو له مخې ویل کېږي چې د چاپیریالي سببونو ترڅنګ د خوراکي توکو انتخاب هم د سرطان ناروغیو خطر ډېروي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د سرې او پروسیس شوې غوښې ډېر استعمال د ځینو سرطاني ناروغیو خطر ډېروي. په ۲۰۱۸ کال د یوې څېړنې له مخې ویل شوي ول چې په ورځني ډول ۶۰ ګرامه پروسیس یا ۱۵۰ ګرامه سره غوښه د کولمو د سرطان خطر تر ۲۰ سلنو پورې لوړوي.

دغه راز هغه خواړه چې پروټین نه لري، ډېر خواږه او مصنوعي وي، دا ډول خواړه د ځینو سرطاني ناروغیو خطر لوړوي. ترڅنګ هغه غذایي توکي چې ډېره مالګه لري د معدې د سرطان خطر ډېروي.

بل لوري ته روغتیا پالانو هغه مشروبات هم د سرطان له سببونو څخه ګڼي چې د تودوخې درجه یې ۶۵ سلنه وي او د ډېرو کاربوهایډریټ لرونکې غذایي توکي هم ددې لامل کېږي چې د سرطاني ناروغیو خطر ډېر کړي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …