کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا خپلې مور سره د لېدو لپاره ناقراره ده

پریانکا چوپړا خپلې مور سره د لېدو لپاره ناقراره ده

په نړیوال کچه مشهورې هندي اداکارې یا هنرمندې پریانکا چوپړا د خپلې مور په نوم له مینې او محبت څخه ډک پیغام خپور کړی، ترڅنګ ورته د کلېزې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ژر به سره وویني.

پریانکا چوپړا چوپړا د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه انستاګرام خپل مور ته د هغې د کلیزې په مناسب له مینې ډک پیغام خپور کړی او مبارکي یې ورکړې.

نوموړې پخپل ویډیو پیغام کې لیکلي چې:((مورې کلېزه دې مبارکه شه.)) پریانکا د خپلې مور پخوانۍ کلېزې یادوي او وایي چې:((ما ستا د ځانګړې ورځ یوځای لمانځل ډېر یادېږي.))

پریانکا چوپړا پخپل پیغام کې چې د مینې او محبت یو مثال یې ګڼلی شو، مخکې لیکي چې:((زه له تاسره ډېره زیاته مینه لرم او ډېر ژر به درسره ووینم.))

د یادولو وړ ده چې هندي اداکاره پریانکا چوپړا اوسمهال له خپل خاوند او امریکایي سندرغاړۍ نیک جونس سره په امریکا کې ژوند کوي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …