کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / د سامسینګ ګلېکسي M62 موبایل مشخصات او بیه
ګلیکسي اېم ۶۲ موبایل

د سامسینګ ګلېکسي M62 موبایل مشخصات او بیه

د موبایلونو د مشهور شرکت سامسینګ نوی موبایل ګلېکسي اېم ۶۲ (Samsung Galaxy M62 2021) له څو رنګونو سره مارکیټ ته راغلی دی چې په افغانستان کې یې هم له موبایل پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شئ.

د ګلیکسي اېم ۶۲ موبایل په مشخصاتو کې دا دي، چې ۲ جي، ۳ جي او ۴ جي پکې شته، د شیشې سایز یې ۶.۷ دی، او انډرویډ ۱۱ ون پکې کارول شوی دی.

همدا راز رېم یې ۶ جي بي دی او ۱۲۸ جي بي میموري یا حافظه لري، شاته ۴ کمرې لري، چې تر ټولو غټه کمره یې ۶۴ میګا پکسل ده، همدا راز ۱۲، ۵ او ۵ میګا پکسل نورې کمرې هم شاته لري او مخې ته هم ۳۲ میګاپکسله کمره لري.

دا موبایل همدا راز فنګر پرنټ هم لري، یعنې د ګوتې څخه یې هم خلاصولی شئ، همدا راز ډېره او قوي بیټري لري، چې بیټري یې ۷۰۰۰ mAh ده، چټک چارج کوي او په افغانستان کې که دا موبایل له کوم پلورنځي څخه اخلئ، نو دوه کاله ګارنټي هم درته درکوي.

په افغانستان کې د دې موبایل بیه شاوخوا ۳۵۵ امریکايي ډالره ده (کمه پورته کېدای شي) چې ۲۷۸۶۷ افغانۍ ترې جوړېږي. همدا راز د حافظې او رېم په توپیر سره یې هم په بیه کې بدلون راځي.

دا هم ولولئ

ایپل شرکت یو ځل بیا شیاومي شرکت شاته پرېښود

د ځیرک موبایلونو د خرڅلاو په برخه کې ایپل شرکت له شیاومي شرکت څخه یو …