کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستاني مفتي نورې ویډیوګانې هم خپرې شوي
مفتي عزیزالرحمان ۱

د پاکستاني مفتي نورې ویډیوګانې هم خپرې شوي

د پاکستان د مولانا فضل الرحمان د ګوند ایالتي مرستیال مشر او د پاکستان په یوه لویه مدرسه کې شېخ الحدیث مفتي عزیزالرحمان نورې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

کله چې د هغه لومړۍ ویډیو له خپل یو شاګرد سره خپره شوه، نو هغه له ګوند او مدرسې څخه وویستل شو، وروسته مفتي عزیزالرحمان په خپله یوه ویډیو کې وویل، چې دا د هغه پر وړاندې دسیسه جوړه شوې ده، هغه هېڅ حرکت نه کوي او دا ویډیو ترې جوړه شوې ده.

خو اوس تازه په ټولنیزو رسنیو کې د هغه له هماغه شاګرد سره ځینې نورې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي، چې مفتي عزیزالرحمان پکې ښه په پوره حواسو کې لګیا وي. همدا راز په یوه ویډیو کې خو داسې ښکاري چې هغه کوم دیني کتاب هم لولي.

د نورو ویډیوګانو خپرېدو وروسته یاد مفتي تراوسه پورې نادرکه دی، بلخوا د لاهور پولیسو د هغه پر ضد دوسیه هم رسمي کړې ده او د مفتي په لټه کې ګرځي.

بلخوا د پاکستان د عالمانو یو مشر مولانا اشرفي هم په خپله یوه وېنا کې ویلي دي، چې د مفتي عزیزالرحمان پر وړاندې یې په حکومتي کچه څېړنې پیل کړي دي او که چېرته پورې یاد تورونه ثابت شول، نو سرچپه به راځوړندېږي.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …