کورپاڼه / خبرونه / حشمت الله شهیدي: په ځان باور لرو او د نړۍ هره لوبډله ماتولی شو
حشمت الله شهيدي

حشمت الله شهیدي: په ځان باور لرو او د نړۍ هره لوبډله ماتولی شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو نوی کپتان حشمت الله شهیدي وايي، چې د خپلو پیاوړو لوبغاړو په مټ د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکولی شي.

حشمت الله شهیدي د شمشاد خصوصي ټلویزیون سره په خپله مرکه کې وویل، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د ملي لوبغاړو سره په کابل کې تمرینات پيل کړي دي او راتلونکو سیالیو ته ځانونه چمتو کوي.

نوموړي وویل، چې کپتاني یو ستر مسوولیت دی، خو ډاډه دی چې د خپلو پیاړو لوبغاړو په مټ به د نړۍ پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي. هغه وویل چې د بريا لپاره هڅه او خواري مهمه ده او دوی له اوسه تمرینونه پیل کړي دي تر څو راتلونکي ته ښه چمتو شي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان په خپل کوربه توب د پاکستان سره د سوپر لیګ ۳ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کوي، چې دا لوبې راتلونکي نړیوال جام ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي.

حشمت الله شهیدي په خپله دغه مرکه کې دا هم وویل، چې د دوی لپاره فیټنس ډېر مهم دی او که چېرته زه په خپله هم په یو یو ټېسټ کې ناکامه شوم، نو له لوبډلې څخه به بهر کېږم.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …