کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اسلام اباد توپوهنه کوي، نن د حضرت الله ځاځي تر څنګ وقار سلامخېل هم لوبېږي
حضرت الله ځاځی او وقار سلامخېل

اسلام اباد توپوهنه کوي، نن د حضرت الله ځاځي تر څنګ وقار سلامخېل هم لوبېږي

د پاکستان سوپر لیګ ۲۶مه لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې پېښور زلمي د پچې له ګټلو وروسته اسلام اباد یونایټیډ ته د توپوهنې بلنه ورکړې ده.

د پېښور زلمي لپاره په تېره لوبه کې د زبردستې او چټکې لوبې وروسته حضرت الله ځاځی نن دویمه لوبه ترسره کوي او همدا راز وقار سلامخېل هم په نننۍ لوبه کې لوبېږي او د پاکستان سوپر لیګ کې لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د اسلام اباد یونایټیډ ۱۱ کسیز نوملړ: عثمان خواجه، کولین مونرو، برینډن کنګ، حسین طلعت، افتخار احمد، اصف علي، محمد اخلاق، حسن علي، ظفر ګوهر، فواد احمد او عاکف جاوید.

د پېښور زلمي ۱۱ کسیز نوملړ: کامران اکمل، حضرت الله ځاځی، امام الحق، شعیب ملک، رومان پاویل، شیرفان رودرفورډ، ابرار احمد، وهاب ریاض، عمید اصف، وقار سلامخېل او سمین ګل.

د یادولو وړ ده چې اسلام اباد یونایټیډ تر ټولو زیاتو لوبو کې بریا خپله کړې او د ۱۲ نومرو سره په جدول کې لومړۍ لوبډله ده، همدا راز پېښور زلمي لوبډله بیا ۱۰ نومرې لري او په جدول کې دویمه لوبډله ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …