کورپاڼه / خبرونه / کریم جنت په پېښور کې تمرینات کوي
کریم جنت

کریم جنت په پېښور کې تمرینات کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی کریم جنت اوسمهال په پېښور کې دی او هلته خپل تمرینات ترسره کوي، چې ویل کېږي هغه د یو-یو ټېسټ هم پاس کړی و.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال فریدالله سعادت د کریم جنت په اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي، چې هغه په پېښور کې دی او نه غواړي چې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ کې برخه واخلي.

سعادت لیکي: ((د ملي لوبډلې لوبغاړی کريم خان جنت چې yo-yo ټيسټ هم پاس کړی وو اوس مهال پيښور کې تمرينات کوي او نغواړي چې د ملي لوبډلې په تمريناتو کمپ کې تمرينات ترسره کړي.))

خو لامل یې نه دی ښودلی، چې ولې کریم جنت پېښور ته تللی او هلته تمرینات کوي، همدا راز کرکټ بورډ هم تراوسه پورې د تمریناتي کمپ د لوبغاړو نوملړ نه دی خپور کړی او د اخیستل شویو او نه اخیستل شویو لوبغاړو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده چې د کریم جنت کورنۍ هم په پېښور کې ده، هغه تېر کال په پېښور کې واده هم کړی و، همدا راز د هغه مشر ورور اصغر افغان بیا څو اونۍ وړاندې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه لیرې شوی دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …