کورپاڼه / خپلواک / اې بي ډيويليرز د پاکستان سوپر ليګ کې له لوبېدو انکار وکړ
ډيويليرز

اې بي ډيويليرز د پاکستان سوپر ليګ کې له لوبېدو انکار وکړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ نومبر ۲۰۱۹): د سويلي افريقا کرکټ لوبډلې پخواني مخکښ لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس ايل په راتلونکي پړاو کې له ګډون څخه انکار وکړ.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې ډيويليرز اول په دغه ليګ کې د لوبېدو لپاره ورته (هو) کړې وه، خو اوس وايي چې د ډېر کار له امله نه شي کولای چې د پاکستان سوپر ليګ په راتلونکي پړاو کې ګډون وکړي. هغه په دغه ليګ کې تېر ځل هم د لاهور قلندر لوبډلې سره لوبېدلی و.

د يادولو ده چې ډيويليرز يو نيم کال مخکې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړې ده او له هغه وروسته د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي ليګونو کې لوبېږي.

نوموړي په روان کال کې د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ شل اوريزو سياليو کې د ميډل سيکس لوبډلې لپاره لوبېدلی و او ښايي له هغه وروسته بيا په بيګ باش او د هند تجارتي ليګ کې ګډون وکړي.

د پاکستان سوپر ليګ په تېر پړاو کې هم ډيويليرز د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېدلی و، خو هغه د څو لوبو ترسره کولو نه وروسته له نورو لوبو انکار وکړ او په هغه لوبو کې، چې په پاکستان کې ترسره شوې هم يې ګډون ونکړ. نوموړي د پاکستان سوپر لیګ نه د خپلو ټپونو په بهانه رخصت واخيست خو بيا وروسته د هند په تجارتي ليګ کې د رايل چېلنجرز بنګلور لوبډلې لپاره ولوبېده.

د يادولو ده چې دا ځل د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې د پاکستان سوپر ليګ ټولې سيالۍ به په پاکستان کې ترسره کېږي، تر دې مخکې دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې.

خو د پاکستان کرکټ بورډ له دغه پرېکړې وروسته ډيويليرز په پاکستان سوپر ليګ کې له ګډون انکار کړی دی، که څه هم هغه دا نه دي ويلي چې په دغه لوبو کې ځکه ګډون نه کوي چې په پاکستان کې ترسره کېږي، خو ښايي لامل يې همدا ځکه وي، چې تر ډېره نړيوال لوبغاړي پاکستان ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …