کورپاڼه / خبرونه / د ضیا الرحمان اکبر مور و پلار هم په کورونا اخته شوي
ضيا الرحمان اکبر

د ضیا الرحمان اکبر مور و پلار هم په کورونا اخته شوي

د افغانستان د ځوان کرکټر ضیا الرحمان اکبر مور و پلار هم د کورونا ویروس په ناروغۍ اخته شوي دي، چې نوموړي له نورو خلکو څخه هم د احتیاط غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د کورونا ویروس ډېر په چټکۍ سره خپرېږي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې له دوه زرو څخه هم زیاتې تازه پېښې ثبت شوې وې.

اوس تازه ځوان کرکټر ضیا الرحمان اکبر په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپل پلار یو عکس خپور کړی دی، چې په کټ کې پروت اکسیجن ورته لګول شوی دی.

هغه له دې عکس سره لیکلي دي: ((ګرانو دوستانو مور او پلار مې ناروغان دي، له تاسې هیله کوم چې په خپلو دعاګانو کې یې یاد ساتئ. همدا رنګه له ټولو هېوادوالو څخه جدي غوښتنه کوم چې د کورونا په وړاندې زیات محتاط واوسي. کورونا ټوکې نه دي، کورونا جدي ونیسئ.))

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د کورونا ناروغانو لپاره بیا د اکسیجن پېدا کول هم ډېر ګران دي، ځکه د کورونا پېښې زیاتې شوې دي او اکسیجن ته اړتیا ډېره شوې ده، چې د اکسیجن پېدا کول هم سخت شوي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …