کورپاڼه / روغتيا / حکیم الکوزی یو ځل بیا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د درملو وېش پيلوي
حکيم الکوزى

حکیم الکوزی یو ځل بیا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د درملو وېش پيلوي

د کندهار مشهور طبیب حکیم الکوزی یو ځل بیا د کورونا ویروس لپاره د جوړو کړیو درملو د وېش اعلان کړی دی او وايي ټول هېواد کې يې وېش پیلوي.

حکیم الکوزی چې په هېواد کې د کورونا ویروس د لومړۍ څپې خپرېدو وروسته د جوړ کړو درملو له امله ډېر مشهور شو، اوس یو ځل بیا خلکو ته د درملو وېشل پیلوي.

هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې د کورونا روانه څپه خطرناکه ده، چې هغه یې مخکې له مخکې هم په اړه وړاندوینه کړې وه، خو نوموړي د دې تر څنګ خلکو ته ویلي دي، چې اندېښنه مه کوئ، له راتلونکې اونۍ څخه به د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د خپلو درملو وېش پیل کړي.

د یادولو وړ ده چې د روغتیا وزارت د حکیم الکوزي د درملو د خوراک څخه خلک منع کړي و، خو بیا هم خلکو هڅه کوله چې د حکیم الکوزي درمل ترلاسه کړي.

نوموړي یو ډول څاڅکي جوړ کړي و، چې درې څاڅکي به یې خلکو ته په چایو کې ورکول او ویل کېدل چې خلک ورسره ډېر ژر رغېدل.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …