کورپاڼه / ليکنې / فېک نيوز (جعلي خبرونه) او اغېزې یې
جعلي خبرونه

فېک نيوز (جعلي خبرونه) او اغېزې یې

ښايي د فېک نيوز یا جعلي خبرونه اصطلاح ډېرو کسانو ته نوې وي، خو هغه کسان چې فېسبوک کاروي، هرو مرو له جعلي خبرونه سره مخ شوي دي، ځکه ټولنیزې رسنۍ د جعلي خبرونو د خپرېدو تر ټولو ښه وسيله بلل کېږي او کوم خاص محدوديت ورته شتون نه‌لري.

فېک نيور هر ډول ناسمو او جعلي مالوماتو، خبرونو او مطالبو ته ويل کېږي چې د يو شمېر خلکو له لوري په قصدي ډول خپرېږي، ډېر کله ښايي فېک نيوز د يو چا يا د يوې موضوع د تخريب له‌پاره خپاره شي، خو کله کله بيا د  سرګرمۍ او خوند اخیستلو له‌پاره هم دا کار کېږي.

ښايي ډېری په دې باور وي چې فېک نيوز د انټرنېټ بيا په ځانګړې توګه د خواله رسنيو په رامنځ کېدو سره  پيدا شوي، خو دا باور ناسم دی ځکه چې دا ډول مالومات او اطلاعات په سنتي رسنيو کې هم خپاره شوي وو او لا هم خپرېږي.

د انلاين ژورنالېزم د  برخي متخصصين په دې باور دي چې انټرنېټ په رامنځ ته کېدو سره فېک نيوز زيات شوي خو دا په دې مانا نه‌ده چې انټرنېټ د فېک نيوز د رامنځ ته کېدو سرچينه ده.

فېک نيوز د افغانستان په شان هېواد کې چې ډېری وګړي یې د ليک او لوست بيا په ځانګړي ډول رسنیز سواد نه‌لري، ډېرې اغېزې لرلی شي چې د دې موضوع ډېرې بېلګې هم لرو او ښايي په راتلونکي کې په ټوله نړۍ کې پر يو لوی سرخوږي بدل شي.

فېک نيوز ډېر ژر خپرېږي او د خلکو ترمنځ لاس په لاس کېږي چې دې چارې ډېر کله رسمي رسنيو ته هم ستونزې جوړې کړې دي، په تازه مواردو کې د افغانستان په رسنيو کې د دوو نامتو سندرغاړو د مړنې خبر هغه ښه بېلګه ده چې دا موضوع ښه روښانوي.

فېک نيوز يا جعلي خبرونه سياسي، اقتصادي او فردي اړخونه هم لري.

ولې فېک نيوز ډېر ژر خپرېږي و ډېرو خلکو ته رسېږي؟

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه چې فېک نيوز د پيدايښت يا رامنځ ته کېدو وسيله انلاين ژورنالېزم نړۍ نه‌ده، خو د ټولنیزو رسنيو په رامنځ ته کېدو سره فېک نيوز خورا زيات  شوي او اوس په ډېرې اسانۍ سره د خلکو ترمنځ خپرېږي او تر ډېرو خلکو رسېږي چې يوازينی لامل یې دا دی چې اوس هر څوک د سوشېل مېډيا د يوه اکونټ يا حساب خاوند دی او په ډېرې اسانۍ سره هر څه چې وغواړي خپروي یې پرته له دې چې  له کوم ځانګړي محدوديت سره مخ شي.

فېک نيوز پر عامه اذهانو څه اغېز لرلی شي؟

فېک نيوز پر عامه اذهانو ډېر اغېز لرلی شي، په ظاهري بڼه ښايي د فېک نيوز يا جعلي مالوماتو اغېز دا وي چې يو څه خپرېږي او خلک پرې باور کوي او يا  هم هغه کړنه يا چاره ترسره کوي د بېلګې په ډول د کرونا په لومړۍ څپه کې د تور چای مسله او نورې بېلګې، خو په ټوله کې دا د فېک نیوز يا  جعلي مالوماتو تر ټولو مهم اغېز نه‌شي بلل کېدای.

د انلاين ژورنالېزم د برخې متخصصين په دې باور دي چې د فېک نيوز تر ټولو مهم اغېز دا دی چې د بشريت ترمنځ د بې‌باورۍ لامل ګرځي او که په متواتر ډول دوام کوي نو ښايي بيا کره او دقیق مالومات هم يو شمېر خلک ته په اسانۍ سره د منلو وړ نه‌‌وي.

د کرونا په عصر کې ډېر فېک مالومات خپاره شول د بېلګې په ډول دا خواړه وخورئ، دا کړنې ترسره کړئ، کرونا ویروس يو جوړ شوی ویروس دی، کرونا په فلان لابراتوار کې د استخباراتي موخې لپاره جوړ شوی، دا ویروس نه، بلکې درېيمه نړيواله جګړه ده، دا ويروس د خدای عذاب دی چې پر کفارو نازل شوی مسلمانان دې لمومنځ کوي دوی پرې نه‌اخته کېږي دا او دې ته ورته په لس‌ګونه جعلي خبرونه خپاره شول که خلکو پرې باور وکړ يا نه، خو کله چې د دولتونو جدي سپارښتنې وکړې بيا خلکو د همدې فېک نيوزونو له‌پاره دا سپارښتنې او لارښوونې جدي ونه‌ګڼلې او يوازينی لامل یې دا دی چې ډېر فېک او جعلي مالومات خلکو ته ورسېدل او خلکو ته بيا د دولت او صحي مسوولينو لارښوونې او سپاښتنې هم د منلو وړ نه‌وې.

څه ډول کولی شو فېک او کره مالومات سره جلا کړو؟

ښايي دا ډېرو کسانو له‌پاره ستونزمن کار وي چې فېک او کره خبرونه او مالومات سره جلا کړي، ځکه په انټرنيټي يا خواله رسنيو کې د مالوماتو صحت او کره‌والی مهم بحث دی، په دې رسنيو کې نامحدود اطلاعات او مالومات خپرېږي چې د نامحدود اطلاعاتو څخه کره اطلاعات راباستل د ډېرو لپاره ښایي ناشونی کار وي.

دا ډېر مهارت ته اړتيا لري چې د هغه کس چې موږ ورسره په مخامخ ډول په اړيکه کې نه‌يوو د د مطالبو سم‌والي يا غلط‌والي په اړه یې ژر پرېکړه وشو کړای، خو دا مسايل بيا په مخامخ اړيکې کې ډېرو مهارتونو ته اړتيا نه‌لري.

جيمز سي فوسټ په خپل کتاب «Online Journalism» کې ليکلي چې هر کله تاسو له يو داسې مطلب يا مالوماتو سره مخ شوئ چې کره‌والی یې ستونزمن برېښې ده، نو له ځانه دا پوښتنې وپوښتئ؛

چا چې دا مطالب خپاره کړي ايا دا يو صادق کس دی؟ ياد کس چې دا مالومات خپاره کړي له دې موضوع سره څه اړيکه لري؟ ايا خبرې یې د خاصې نظریې پر بنسټ دي یا کومه پټه موخه لري؟ ايا ياد کس په پوره اندازه د اعتبار خاوند دی؟ ايا دې کس خو د کومې کېنې پر اساس دا خبره نه‌ده کړې؟ ايا دا موضوع د ياد کس له مسلک سره تړلې ده؟

پر دې سربېره، د کره او فېک مالوماتو ترمنځ د توپير پیدا کولو لپاره لاندېني مسايل هم بايد پام کې ونيول شي؛

د دې مالوماتو سرچينه څه ده؟ دا خبره د چا له خولې شوې؟ چا چې دا خبره کړې د دې موضوع په اړه څومره صلاحيت او مسووليت لري؟ ياد کس څومره عملي شخصيت دی؟ څومره باوري کس دی؟ که موضوع طبي وي نو ايا سرچينه طبي صلاحيت لري او يا کوم ډاکټر دی؟ او يا که  خبره سياسي وي، نو ايا ياد کس د سياست په ډګر کې ښکېل دی؟

لیکوال: منصور یوسفزی

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …