کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نور احمد لکڼوال وځلېده، کراچۍ یې بریالۍ کړه او غوره لوبغاړی شو
نور احمد لکڼوال

نور احمد لکڼوال وځلېده، کراچۍ یې بریالۍ کړه او غوره لوبغاړی شو

دا ځل د افغانستان کم عمره لوبغاړی نور احمد لکڼوال په پي ایس ایل کې وځلېده، هغه په ډېر حساس وخت کې د مخالفې لوبډلې دوه مهم لوبغاړي وسوځول چې د کراچۍ کنګز لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه او په دې سره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

پرون د پاکستان سوپر لیګ ۲۷مه لوبه د کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کراچۍ کنګز د پچې له ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې بابر اعظم ۵۴، مارټین ګپټیل ۴۳ او عماد وسیم ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز نجیب الله ځدراڼ دا ځل په صفر وسوځېده. د لاهور له خوا راشد خان ۲ لوبغاړي وسوځول او ۴ اورونو کې یې ۲۵ منډې ورکړې، همدا راز شاهین شاه اپریدي، احمد دانیال او محمد حفیظ هم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۷۷ منډو هدف په تعقیب کې د لاهور قلندرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې وکړې، چې د ۷ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا محمد حفیظ ۳۶، ټیم ډیویډ ۳۴ او جیمس فولکنر ۳۳ منډې وکړې، راشد خان هم ۱۱ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د کراچۍ کنګز له خوا نور احمد لکڼوال په ۴ اورونو کې د ۱۹ منډو په بدل کې ۲، محمد الیاس د ۴۱ منډو په بدل کې ۲، عماد وسیم او عباس اپریدي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نور احمد لکڼوال ته ورکړل شوه. دا د نوموړي دویمه لوبه وه، په لومړۍ لوبه کې هم هغه ۱ ویکټ اخیستې وه.

بلخوا په ۲۶مه لوبه کې بیا اسلا اباد یونایټیډ د ۱۵ منډو په توپیر د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او عثمان خواجه د سلیزې په وهلو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. په دغه لوبه کې حضرت الله ځاځی په لومړي توپ په صفر وسوځېده او وقار سلامخېل په ۳ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې خو کومه ویکټ یې ترلاسه نه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …