کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي: که یو-یو ټیسټ په ټولو لوبغاړو تطبیق شي، تکړه ځوانان به لوبډله کې ځای وموندي
عزيزالله فضلي

عزیزالله فضلي: که یو-یو ټیسټ په ټولو لوبغاړو تطبیق شي، تکړه ځوانان به لوبډله کې ځای وموندي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی عمومي رییس هم د نوي کپتان حشمت الله شهیدي په ملاتړ غږېدلی دی او د هغه د یو-یو ټېسټ د خبرې ملاتړ یې کړی دی، چې باید په ټولو لوبغاړو تطبیق شي.

تېره ورځ حشمت الله شهیدي له یو ټلویزیون سره په خپله مرکه کې وویل، چې که په خپله دی هم په یو-یو ټېسټ کې ناکامه شي، نو له لوبډلې څخه به کېني، هغه فیټنس د ټولو لوبغاړو لپاره لومړیتوب یاد کړ.

عزیزالله فضلي د حشمت الله شهیدي د یو-یو ټېسټ په اړه کوچنۍ ویډیو خپره کړې ده او لیکلي یې دي: ((د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د یو خصوصي رسنۍ سره په خپله مرکه کې وویل: د افغان کرکټ ملي لوبډلې هر یو لوبغاړی که چېرته په (یو-یو) فیټنس ازموینه کې بریالی نه شي نو له ملې لوبډلې څخه به بهر کړل شي.))

نوموړی په خپل پوسټ کې مخکې لیکي: ((رښتیا هم که چېرته د (یو-یو فیټنس ازموینه) په ټولو ملي لوبغاړو تطبیق شي نو هیڅ ضرورت به واسطو او سفارشونو ته پاتې نه شي او خواریکښ او تکړه ځوانان به په لوبډله کې ځای خپل وموندي.))

د یادولو وړ ده چې عزیزالله فضلي تل ټینګار کړی دی، چې باید په ملي لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي او پاخه لوبغاړي کورونو ته رخصت شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …