کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره: واده د ژوند مقصد نه دی، زه یوازې ژوند خوښوم، ځکه ازادي لرم
کنزه هاشمي

پاکستانۍ اداکاره: واده د ژوند مقصد نه دی، زه یوازې ژوند خوښوم، ځکه ازادي لرم

مشهوره پاکستانۍ هنرمنده کنزه هاشمي وايي چې واده د ژوند مقصد نه دی، زه یوازې ژوند خوښوم، ځکه چې یوازې ژوند کې زه ازادي لرم او خپله ازادي له لاسه نه شم ورکولی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، کنزه هاشمي له یو خصوصي ټلویزیون سره د خپلې مرکې په وخت وویل، چې کله تاسې واده کوئ، نو خپله ازادي له لاسه ورکوئ او یوازې واده د ژوند مقصد نه دی، بلکې یوازې د ژوند یوه برخه ده، نو زه خپله ازادي خوښوم او یوازې ژوند مې خوښ دی.

هغې وویل، کله چې تاسې واده وکړئ نو ټول ژوند مو بیا بدل شي، زه فکر کوم چې واده ته ضرورت نشته، خو که د ژوند په کومه برخه کې مو پارټنر ته بېخي ډېر ضرورت پېدا شو او له چا سره مو تعلق جوړولو، نو بیا ښه خبره ده، واده باید وشي.

کنزه هاشمي دا هم وویل، چې د ناوې جوړېدو ارمان هم لري او که هر کله یې هم په ژوند کې واده کولو، نو داسې ناوې به جوړېږي، چې خلک به یې په یاد وساتي.

خو هغه وايي، چې په اوس وخت د هغې د واده لپاره نه دی، اوس وخت غواړي چې په فلمي نړۍ کې ډېر کار وکړي او یو ځانګړی ځای جوړ کړي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …