کورپاڼه / اسلام / په اسلامي شریعت کې صله رحمي څه ته وایي او قران کریم یې په اړه څه وایي؟

په اسلامي شریعت کې صله رحمي څه ته وایي او قران کریم یې په اړه څه وایي؟

له خپلوانو سره اړیکې ساتل، له هغوی سره ښه چلند کول، د خپل وس مطابق ورسره مرسته کول، خدمت یې کول، ښې اړیکې او له هغوی سره همدردي او خیر غوښتنه په اسلامي شریعت کې د صله رحمۍ په نوم یادېږي او بد چلند او بد اخلاقۍ ته قطع رحمي وایي.

په بخاري شریف راځي، صله رحمي کوونکی هغه نه دی چې د صله رحمۍ په بدل کې صله رحمي وکړي، بلکې حقیقت کې صله رحمي هغه ده کله چې یو قطع رحمي وکړي، بیاهم ورسره اړیکه ټینګه کړي.

په بخاري او مسلم کې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، په تاسو کې تر هغې یو څوک رښتینی مومن نه شي کیدلی، ترڅو چې خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ نه کړي، کوم چې ځانته خوښوي.

په سورت نساء کې الله تعالی فرمایي، او د الله تعالی بنده ګي وکړئ، شریک ورسره مه پیدا کوئ، له والدینو سره نیک چلند وکړئ، له خپلوانو، یتیمو، مسکینو، نږدې ګاونډیانو، پردیو ګاونډیو او د کورنۍ غړو، مسافرو او د خپلو غلامانو سره هم نیک چلند وکړئ، بېشکه الله تعالی کبر کوونکي نه خوښوي.

په دې ډول سورت نور کې فرمایي، او په تاسو کې چې کوم خلک د مال او شتمنۍ خاوند وي، په دې خبره دې قسم نه خوري، نه خپلوانو، بې وزلو او مهاجرو ته خیرات نه ورکوي، هغوی ته پکار ده چې بخښنه وکړي، آیا تاسې نه خوښوئ چې الله تعالی تاسې وبخښي او الله تعالی خو بخښونکیذ او مهربانه دی.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …