کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: داسې یوه ورځ هم نه ده تېره شوې چې ته (مور) مې نه یې یاده شوې
راشد خان

راشد خان: داسې یوه ورځ هم نه ده تېره شوې چې ته (مور) مې نه یې یاده شوې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان مور تېر کال په همدې ورځ له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې، چې نن یې لومړی تلین دی.

راشد خان د خپلې مور په یاد هغه عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی، چې هغه د خپلې مور قبر ته ولاړ دی او د دعا لاسونه یې پورته کړي دي.

نوموړي لیکلي دي، چې نن زما د مور لومړنی تلین دی، تراوسه مې زړه دا نه مني چې هغه به نوره زموږ سره نه وي، هېڅ داسې ورځ نه ده تېره شوې چې هغه مې نه یادېږي، دا زما لپاره اسانه نه ده چې دا درته هېر کړم او مخکې لاړ شم، دا ډېره ګرانه ده، خو د هغې دعاګانې اوس هم ماسره دي.

راشد خان همدا راز له مینه والو څخه غوښتي دي، چې هېڅ کله هم خپل والدین مه خپه کوئ او د هغوی درناوی کوئ. په یاد وساتئ چې موږ په ځوانۍ کې مصروفه یو، خو هغوی د بوډاوالي په لور روان دي. له خپلو والدینو سره مینه وکړئ، ټولو ښځو ته درناوی وکړئ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


د راشد خان په دې پوسټ چې ۱ ساعت مخکې یې کړی دی، د هغه مینه والو د هغه سره د مور د مړینې په یو کال پوره کېدو یو ځل بیا غمرازي کړې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …