کورپاڼه / روغتيا / هغه تېروتنې چې د وزن کمولو پر وخت یې کوو

هغه تېروتنې چې د وزن کمولو پر وخت یې کوو

هغه کسان چې په چاغښت اخته وي ډېر وخت داسې تېروتنې کوي، چې اصلي مقصد ترې شاته پاتې کېږي او په دې ډول ناهیلې کېږي او د وزن کمولو هڅې او کوښښونه پرېږدي.

راپورونه زیاتوي چې چاغ کسان د خپل وزن په کمولو کې ډېره زیاته بېړه کوي او بیا بیا ځلې خپل وزن ګوري، معلومه خبره ده چې له یوې یا دوه کیلو یې وزن نه کمېږي، نو ځکه هغوی ناهیلې کېږي.

دویم تېروتنه داده چې د وزن په کمولو کې چې څومره خوارۍ ته اړتیا وي، هغه نه کوي یعنې په کومه اندازه چې باید وزن پورته کړي ، له هغې لږ وزن پورته کوي، چې دغه خوی د وزن کمول نه ممکنوي او ددې لپاره چې وازده اوبه کړو باید سخت ورزش وکړو.

بل تېروتنه د هغه خوراکي توکو استعمال دی چې غوړ پکې نه وي یاهم لږ وي. په دې طریقې سر خو وزن کمېږي خو دوامداره نه وي او کله چې بېرته عادي خوراک پیل شي نو وزن بېرته ډېرېږي.

څلورمه تېروتنه د بدن د اړتیا مطابق پروټین نه ترلاسه کول دي، په داسې حالاتو کې د وزن کمولو ترڅنګ کمزوري هم پیدا کېږي، چې بیا د نور تاوان لامل هم ګرځي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …