کورپاڼه / جالب / آیا هغه کسان د خوشحاله ژوند لرونکې وي چې ماشوم لري او که هغه چې ماشومان نه لري؟

آیا هغه کسان د خوشحاله ژوند لرونکې وي چې ماشوم لري او که هغه چې ماشومان نه لري؟

ماشومان یا اولادونه لرل د الله تعالی ترټولو لوی نعمت دی او دا د هر چا هیله وي چې ماشومان دې ولري او د الله تعالی له دې لوی نعمت څخه برخمن شي.

خو اوس ساینسپوهانو یوه څېړنه کړې او ددې پوښتنې ځواب یې موندل چې آیا ماشومان لرونکې خلک ډېر خوښ او خوشحاله ژوند لري او هغه کسان چې ماشومان نه لري؟

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د مشیګن د سټیټ پوهنتون ساینسپوهانو د یوې سروې له مخې له یوولس زره کسانو څخه پوښتنې وکړې چې ایا ماشوم لري او که څنګه او له ژوند څخه څومره خوښ دي؟

د پوښتنو په ځواب کې دواړو ډلو تقریباً برابر ځواب ورکړ او د پایلو له مخې معلومه شوه چې د ماشومانو لرل یا نه لرل د نارینه او ښځو پر ژوند دومره اغېزې نه پرېباسي.

د څېړونکې ډلې مشر استاد جینیفر واټلنګ نیل وایي:((زموږ له څېړنو څخه معلومه شوه، هغه کسان چې ماشومان نه پیدا کوي، هغوی به آزاد خلک وي خو د خوښې کچه یې د هغه کسانو سره برابره وي چې د ماشومانو لرونکې وي.))

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …