کورپاڼه / خپلواک / مجيب د يو ورځنيو توپ اچونکو په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ
مجيب الرحمان

مجيب د يو ورځنيو توپ اچونکو په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ نومبر ۲۰۱۹): د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکی مجيب الرحمان تازه د کرکټ نړيوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې پرمختګ کړی دی او د نړيوالو يو ورځنيو توپ اچونکو په درجه بندې کې يې دريم مقام خپل کړی دی.

۱۸ کلن مجيب الرحمان د ويسټ انډيز پر وړاندې په وروستيو درې لوبو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه، چې امتيازونه يې ۷۰۷ ته ورسېدل او له دې سره دوه مقامه پورته لاړ، تر دې مخکې نوموړی په پنځم مقام باندې و چې اوس په دريم مقام شو.

مجيب الرحمان د افغانستان او ويسټ انډيز په درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ کې ۵ لوبغاړي وسوځول. نوموړي په لومړۍ لوبه کې ۲، په دويمه لوبه کې ۱ او په دریمه لوبه کې بيا ۲ لوبغاړي وسوځول.ODI Ranking Bowling

د يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په نړيواله درجه بندۍ کې د هندۍ لوبډلې جسپريت بومرا د ۷۹۷ امتيازونو لرلو سره په لومړي مقام دی او د نيوزيلېنډ ټرينټ بولټ بيا دويم مقام لري.

همدا راز تر مجيب الرحمان وروسته بيا د سويلي افريقا کاګيسو رباډا دی، چې هغه ښکته راغلی دی او د اسټراليا پاټ کومينس بيا په خپل ۵ مقام ولاړ دی.

د يادولو ده چې د شل اوريزو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې هم افغان تجربه لرونکي لوبغاړي محمد نبي د الراونډرانو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی، راشد خان بيا د توپ اچونکو په برخه کې خپل لومړی مقام ساتلی او مجيب الرحمان بيا په ۸م مقام دی.

د شل اوريزو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې بيا حضرت الله ځاځی په ۶م مقام دی، چې تر دې مخکې نوموړی په پنځم مقام و. په دغه برخه کې بيا د پاکستان بابر اعظم په لومړي مقام دی.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …