کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چین د خپلو فضایي خوبونو په تعبیر پسې، فضایي مرکز ته ماموریت روان کړ
A Long March-2F carrier rocket, carrying the Shenzhou-12 spacecraft and a crew of three astronauts, heads to orbit after lifting off from the Jiuquan Satellite Launch Centre in the Gobi desert in northwest China on June 17, 2021, the first crewed mission to China's new space station. (Photo by GREG BAKER / AFP)

چین د خپلو فضایي خوبونو په تعبیر پسې، فضایي مرکز ته ماموریت روان کړ

چین د تېرې پنجشنبې په ورځ درې ستور مزلي فضایي سټیشن ددې لپاره واستول ترڅو د خپل هیواد فضایي هدفونه بشپړ کړي. د نړۍ دویم اقتصادي ځواک پر فضایي پروګرام په میلیاردونه ډالر ځکه مصرفوي ترڅو تر ۲۰۲۲ کاله پورې تر سپوږمۍ پورې ورسېږي.

چین له امریکا او روسیې سره د سیالۍ لپاره اوږ مزل پیل کړ. خو باید یاده کړم چې د روسیې او امریکا ستور مزلي په فضاء کې د څو لسیزو تجربه لري. کله چې په ۱۹۵۷ کال شوري اتحاد (سپتنک) فضاء ته ولېږه، هغه وخت چین اعلان وکړ چې دوی هم مصنوعي سیارې جوړوي.

په دې کار یې دوه نیمې لسیزې تېرې شوې خو په ۱۹۷۰ کال یې خپل لومړنی سټلایټ فضاء ته واستوو، له دې وروسته فضا ته د انسان په لېږلو یې هم څو لسیزې تېرې شوې او په ۲۰۰۳ کال لومړنی شخص چې ینګ لیوي نومیده فضاء ته ولېږه.

له فضایي سټیشن یا هډې څخه پرته چین غواړي چې پر سپوږمۍ یو بیس جوړ کړي، د چین ملي فضایۍ اداره وایي چې دوی غواړي تر ۲۰۲۹ کاله پورې سپوږمۍ ته یو ماموریت ولېږي.

د چین فضایي مرکز چې تیانګونګ نومېږي چې مطلب یې آسماني محل دی، ددې لپاره یوولسو ماموریتونو ته اړتیا ده، ترڅو نورې برخې یې له مدار سره یوځای کړي. هیله ښودل کېږي چې د بشپړېدو وروسته به فضایي مرکز لږ تر لږه تر لسو کلونو پورې د ځمکې له کرې سره له ۴۰۰ تر ۴۵۰ کیلومیتره پورته مدار ولري.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …