کورپاڼه / جالب / جاپان کې د کورونا د ختمولو لپاره دعا پیل شوه؛ ترټولو لویې مجسمې ته یې ماسک واچاوه

جاپان کې د کورونا د ختمولو لپاره دعا پیل شوه؛ ترټولو لویې مجسمې ته یې ماسک واچاوه

په جاپان کې د تېرې سې شنبې په ورځ کارکوونکو د بودایي مذهب یوې غټې مجسمې ته ختلي او ماسک یې ورته اچولی، چې له دې کار څخه یې موخه د کورونا وایروس د وبا د ختمولو دعا کول دي.

راپورونه وایي چې مجسمې ته یې د ماسک په اچولو څلورو کارکوونکو درې ساعته وخت تېر کړ او دغه سپینه مجسمه د جاپان د فوکوشیما په هوکوکوجي ایزو بیټسوین معبد کې ایښودل شوې.

راپور زیاتوي چې ددې مجسمې لوړوالی تر ۵۷ میترو پورې یاهم ۱۸۷ فوټو پورې رسېږي او دې مجسمې ته د بودایي مذهب رحم کوونکې خدای ګوټې ویل کېږي.

دغه مجسمه دري دیرش کلونو وړاندې جوړه شوې او لګول شوی ماسک یې ګلابي رنګ لري او اندازه یې له ۴.۱ تر ۵.۳ میترو پورې او وزت یې ۳۵ کیلو ګرامه دی.

ددې مجسمې د لېدو لپاره له هر ځای څخه خلک راځي، چې مجسمې په غېږ کې یو ماشوم هم نېولی، چې په باور یې د ماشوم د خوندي زېږون او د رحمت او برکت غوښتلو نښه ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …