کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / د سامسینګ د راتلونکي موبایل (ګلېکسي ایم ۳۲) مشخصات
سامسینګ ګلیکسي ایم ۳۲

د سامسینګ د راتلونکي موبایل (ګلېکسي ایم ۳۲) مشخصات

د سامسینګ راتلونکی موبایل د ګلېکسي اېم ۳۲ Samsung Galaxy M32 په نوم دی، خو د دې ځیرک موبایل په رسمي ډول معلوماتو له خپرېدو څخه مخکې معلومات خپاره شوي دي او ځینې معلومات یې ان د سامسینګ شرکت په خپله هم خپاره کړي دي.

د ګلېکسي دا نوی موبایل څو ورځې وروسته، د جون په ۲۱مه نېټه په هند کې مارکیټ ته وړاندې کېږي، خو افغانستان ته به دا ځیرک موبایل کله راشي، په دې اړه تراوسه پورې معلومات نشته.

ګلېکسي اېم ۳۲ د ښکلي ډیزاین سره په څو رنګونو کې بازار ته وړاندې کېږي چې ډېر چټک موبایل به وي، ۶۰۰۰ mAh بیټري لري، شاته ۴ کمرې لري چې تر ټولو غټه کمره یې ۶۴ ميګا پکسل ده او همدا راز ۲۰ میګا پکسل کمره بیا مخې ته هم لري.

د ګلیکسي اېم ۳۲ موبایل په اړه ویل کېږي، چې په ۶۴ جي بي او ۱۲۸ جي بي میموري یا حافظه کې به راځي او د دې تر څنګ به میموري کارټ هم پکې اچولی شئ.

دا موبایل ۶.۴ انچه Super AMOLED display (90 Hz, 1080+ resolution سکرین لري، چې د موبایل تجربه به مو لا په زړه پورې کړي.

د دې موبایل د بیې په اړه ویل کېږي، چې په هند کې به د دې موبایل بیه د ۱۵ زره څخه تر ۲۰ زره هندي کلدارو پورې وي، چې که افغانستان ته راشي، هم بیه به یې د دې شاوخواته وي، ځکه هندۍ روپۍ او افغانۍ ډېر توپير نه لري.