کورپاڼه / روغتيا / آیا د پښو دردونه او شخوالی لرئ، څه ډول ترې ځان ژغورئ؟

آیا د پښو دردونه او شخوالی لرئ، څه ډول ترې ځان ژغورئ؟

د پښو شخوالی یا درد د نړۍ په کچه ډېره عامه روغتیایي ستونزه ده او د هر عمر خلک یې اغېزمن کړي، خو هغه کسان چې د ډېر عمر لرونکې وي یاهم هغه میرمنې چې امیندوارې وي، له دې ستونزې سره ډېر مخ کېږي.

د پښو شخوالی یا درد په عموم کې په بدن کې د اوبو د کمښت یاهم پر عصلو د فشار په سبب رامنځته کېږي، خو ځینې وخت خطرناک سببونه هم لرلی شي، خو ښه خبره داده چې ترې ژغورنه یا درملنه یې ستونزمنه نه ده.

ډېرې اوبه وڅښئ:

لکه څنګه چې مو پورته یادونه وکړه چې په بدن کې د اوبو د کمښت په سبب د پښو شخوالی یا درد رامنځته کېږي، نو اړینه ده چې په ورځ کې په مناسبه اندازې سره اوبه وڅښو.

منرالونه ترلاسه کول:

د څلورو مهمو غذایي توکو کلسیم، پوتاشیم، میګنیزیم او سودیم کمښت هم د عضلو د شخوالي سبب کېږي، نو اړینه ده چې ددې توکو توازن وساتل شي.

د مڼې سرکه:

د مڼې د سرکې استعمال هم د عضلو د شخوالي له ستونزو څخه مخنیوی کوۍ، ځکه چې د مڼې سرکه پخپل جوړښت کې سودیم، میګنیزیم او پوتاشیم لري او ترڅنګ د بدن اوبه هم پوره ساتي.

دغه راز نورې لارې، چارې هم شته چې په سبب یې له یادې ستونزې ژغورنه ممکنه ده، د بېلګې په توګه مالش کول، اغېزمنه برخه ګرم ساتل او ترڅنګ یې ټوله ورځ له کېناستو څخه ځان ساتنه.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …