کورپاڼه / روغتيا / کورکمن د روغتیا ترڅنګ د ښکلا اړوند هم حیرانوونکې ګټې لري

کورکمن د روغتیا ترڅنګ د ښکلا اړوند هم حیرانوونکې ګټې لري

کورکمن یوه داسې طبیعي مساله ده چې په جوړښت کې ځواکمن انټي سیپټک او انټي انفلامنټري شتون لري او استعمال یې د انسان پر روغتیا او ښکلا مثبتې اغېزې پرېباسي او روغتیایي کارپوهان یې هم د دفاعي سیستم د پیاوړتیا او د بکتریاوو څخه د ژغورنې لپاره د استعمال لارښوونه کوي.

کورکمن د کلیسترولو ضد مساله هم ده، چې په همدې ډول د انسان د مجموعي روغتیا او زړه لپاره ګټوره ګڼل کېږي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د کورکمن په جوړښت کې د بې شمېره ناروغیو درملنه نغښتي ده د بېلګې په توګه د بندونو درد، د وینې د لوړ فشار برابرول، د سرطاني حجرو مخنیوی، د سوخت کمښت، له ذهني فشار څخه مخنیوس او د اغېزمنو عضلو ښه کول.

همدغه راز له څېړنې معلومه شوې چې د کورکمن په استعمال سره د وینې د شکر کچه هم برابرښت مومي او که چېرته له کورکمنو څخه چای تیار شي نو د ګڼ شمېر ناروغیو مخه نېولی او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا وربخښي.

بل لوري ته ډېری میرمنې د هورمونونو ستونزې لري، چې په همدې سبب یې پر مخ ویښتان راپیدا کېږي، نو که چېرته کورکمن استعمال شي نو د اضافي ویښتانو د ودې مخنیوی کوي. ددې لپاره لږ کورکمن راواخلئ او په یوه کاچوغه د نخودو اوړو کې یې ګډ کړئ او د اوبو په مرسته ترکیب جوړ کړئ او تر پنځلس دقیقو یې پر مخ پرېږدئ، بیا یې ووینځئ، دا کار تر دریو میاشتو وکړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …