کورپاڼه / جالب / یو شخص پر خپل زوی د (HTML) نوم ایښی

یو شخص پر خپل زوی د (HTML) نوم ایښی

آیا یو شخص له خپلې دندې او مسلک سره دومره مینه لرلی شي، چې خپل زوی ته دې داسې نوم کېږدي، چې هغه یې د مسلک اړوند کلمه یا اصطلاح وي؟

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې یو فلیپیني ویب ډیزاینر چې میکروني پاسکل نومېږي، له خپل مسلک او دندې سره دومره لېونۍ مینه لري چې پر خپل زوی یې (HTML) نوم ایښی دی.

د یادولو وړ ده چې (ایچ ټي ایم ایل) د پروګرامنګ ژبه ده، چې پر ویب د موجودو ډاکیومنټونو او د موادو د ډیزاین کولو لپاره استعمالېږي.

د ماشوم پلار میک پاسکل وایي چې دا لومړی ځل نه دی چې په کور کې یې پر ماشوم جالب نوم ایښودل کېږي. نوموړی وایی چې خپل نوم یې (میکروني ۸۵) او د خور نوم یې (سپیګیټي ۸۸) دی.

ددغه ماشوم تصویر په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ژر لاس په لاس کېږي، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له لورې پرې په زړه پورې تبصرې هم کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …