کورپاڼه / هنر او کلتور / اکشي کمار خپلو مینوالو ته ښه زېری اورولی

اکشي کمار خپلو مینوالو ته ښه زېری اورولی

د بالیووډ فلمي ستوري اکشي کمار د خپل راتلوونکې فلم (بیل باټم) د ریلیز یا خپرېدو نیټه اعلان کړه.

د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند اکشي کمار د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه انستاګرام یو ویډیي کلپ خپور کړی، چې له مخې یې د خپل نوي فلم (بیل باټم) د خپرېدو نیټه اعلان کړې ده.

اکشي کمار د ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي دي چې:((زه پوهېږم چې تاسې له ډېر صبر سره د بېل باټم د خپرېدو په تمه پاتې شوي یې.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Akshay Kumar (@akshaykumar)

نوموړي مخکې لیکلي دي چې:((د فلم د خپرېدو په اعلانولو سره زه ډېر خوشحاله یم، دغه فلم به د جولایۍ په اوه ویشتمه نیټه د ټولې نړۍ په سینماګانو وښودل شي.))

د یادولو وړ ده چې په دې فلم کې له اکشي کمار سره واني کپور مرکزي رول لوبولي او د فلم لارښود یې رنجیت ایم تیواري دی.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …