کورپاڼه / روغتيا / آیا د کولمو بکتریا د فلج د ناروغۍ سبب کېږي؟

آیا د کولمو بکتریا د فلج د ناروغۍ سبب کېږي؟

له تېرو څو میاشتو راهیسې د معدې او کولمو د بکتریا او نورو کوچنیو ژوندیو توکي اغېزې پر دماغو څېړل شوي، خو اوس د یوې نوې څېړنې له مخې ویل شوي چې د کولمو د ځانګړو بکتریاوې د فلج سبب کېږي.

په دې اړه ویل کېږي چې یوه ځانګړې بکتریاوې یو میتابولیټ خارجوي، چې د عام ډول فلج سبب کېږي. دغه څېړنه چې د اوهایو په مشهور روغتون کې ترسره شوې، له مخې یې ویل کېږي چې یو ډول میټابولیټ یا خو د فلج خطر ډېروي یا پرې اغېزې کوي.

کله چې موږ غوښه خورو په ځانګړي سره غوښه خورو، نو په خېټه کې مو بکتریا یو ډول مرکب یعنې ټرای میتایلماین این اکساید خارجوي او دغه مرکب د لوړ فشار او د زړه د ناروغۍ سبب کېږي او دا لومړی ځل دی چې د فلج سبب ګرځي.

د یاد مرکب او فلج ترمنځ واضح اړیکه موندل شوې او له دې وروسته په بکتریاوو څېړنه وشوه، نو معلومه شوه چې بکتریا یو ډول مرکب جوړوي، چې بیا د فلج خطر ډېروي.

که څه هم دغه څېړنه پر موږکانو ترسره شوې، خو په دې اړه نورو څېړنو ته هم اړتیا ترڅو په دې اړه نور عوامل څرګند شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …