کورپاڼه / خبرونه / د ټیسټ چمپین شیپ لوبو پای لوبه؛ تر اوسه پچه نه ده اچول شوې

د ټیسټ چمپین شیپ لوبو پای لوبه؛ تر اوسه پچه نه ده اچول شوې

د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) د نړیوالو ټیسټ لوبو د چمپین شیپ سیالیو پایلوبه د باران په سبب ځنډېدلې او تر اوسه پورې پچه هم نه اچول شوې.

دغه لوبه د نیوزیلینډ او هندوستان ترمنځ د انګلستان په سوت امپټون کې ترسره کېږي، خو په لومړۍ ورځ یې لومړۍ برخه د باران ښکار وګرځیده او تر اوسه یې لوبه نه ده پیل شوې.

راپورونه وایي چې لوبڅارانو د ویشتنځای له کتلو وروسره پرېکړه وکړه، چې لومړۍ سیشن یا برخه وځنډوي، خو تر اوسه پورې د دواړو لوبډلو ترمنځ پچه نه ده اچول شوې.

راپورونه وایي چې د کرکټ نړیوالې ادارې څه موده وړاندې ددې لپاره چې وخت ضایع نه شي، ددې سیالۍ لپاره یوه اضافي ورځ هم ورکړې ده.

د یادولو وړ ده چې د ټیسټ چمپین شیپ لوبو ګټونکې لوبډلې ته به ۱.۶ میلونه ډالر ورکړل او دویمې لوبډلې ته به یې نبمایي یعنې ۸ میلونه ډالر جایزه ورکړل شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …