کورپاڼه / ريکارډونه / تېره ورځ د پي ایس ایل په سیالیو کې ډېر ریکارډونه جوړ شول

تېره ورځ د پي ایس ایل په سیالیو کې ډېر ریکارډونه جوړ شول

تېره ورځ د پاکستان د تجارتي لیګ (پي ایس ایل) د سیالیو په لړ او د اسلام آباد یونایتډ او پیښور زلمیو ترمنځ په لوبه کې بې شمېره ریکارډونه جوړ شول.

په یوه پاڼۍ کې د یوې لوبډلې له لورې ډېرې منډې، په یوه لوبه کې د دواړو لوبډلو غوره توپ وهنه او د یو توپ اچونکې له لورې د ډېرو منډو د ورکړې ترڅنګ په دې لوبه کې ډېر ریکارډونه جوړ شول.

دغه لوبه چې تېره ورځ په ابوظبۍ کې ترسره شوه، اسلام ور پکې په ټاکلو شل اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۷ منډې وکړې، چې دا د پي ایس ایل په سیالیو کې ترټولو زیاتې منډې دي.

له دې وړاندې د پاکستان د تجارتي سیالیو په لړ کې په ۲۰۱۹ کال د اسلام آباد یونایټډ لوبډلې د لاهور قلندرز پر وړاندې ۲۳۸ منډې کړې، خو نن ورځ په دویمه پاڼه کې د پیښور زلمیو لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۲ منډې وکړې چې دا هم ددې سیالیو په لړ او په دویمه پاڼې کې ترټولو زیاتې منډې دي.

همدغه راز ددې لوبې ټولې منډې ۴۷۹ جوړېږي چې دا هم ددې سیالیو ترټولو زیاتې منډې دي او ظفر ګوهر د څلورو اورونو په ترسره کولو ۶۵ منډې ورکړې چې دا پي ایس ایل ترټولو زیاتې منډې دي او نوموړي دغه منفي ریکارډ پخپل نوم کړ

دا هم ولولئ

ولې نن ورځ استرالیایي لوبغاړي له کوره بهر شپه تېروي؟

نن ورځ د میتیو هیډن په ګډون د استرالیا کرکټ ډېر لوبغاړي له خپلو کورونو …