کورپاڼه / هنر او کلتور / ویدیا بالن: د خلکو د خبرو له وجې مې بهر راوتل پرېښي و
ویدیا بالن

ویدیا بالن: د خلکو د خبرو له وجې مې بهر راوتل پرېښي و

د هندي سینما با استعداده او مشهوره هنرمنده ویدیا بالن وايي، چې په خپل ځان باور پېدا کول او خپل ځان قبلولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې وه او یو وخت خو داسې هم و چې د خلکو د نیوکو له وجې یې له کوره بهر راوتل هم پرېښي و.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، ویدیا بالن د یوې وېبپاڼې سره په خپله مرکه کې وویل، چې د فېشن د شوق له وجې په هغې زیاتې نیوکې کېدې او د هغې د بدني جوړښت له امله به هم پرې نیوکې کېدې او ترخې خبرې به یې اورېدې.

نوموړې وویل، زما یاد شي، څه وخت زه یوازې د دې لپاره له کوره بهر نه راوتلم، چې د خلکو له خبرو نه تنګه شوې وم، هغه ډېرې سختې ورځې وې او زه ډېره ویرېدلې وم.

ویدیا بالن وايي، څه وخت خو همداسې تېر شو، خو له هغه وروسته یې په ذهن کې دې فکر ځای پېدا کړ، چې کله به هم ښکلې ونه ښکاري. ما به نوي نوي فیشنونه خپلول، خو بیا به هم راباندې خلکو نیوکې کولې او څه نا څه عېب به یې راپېدا کوو.

نوموړې وايي، بیا راته دا احساس وشو چې هر څوک نه شې خوشحالولی، که چېرته خپل ځان خوښوې، نو د خلکو خبرې هېڅ اهمیت نه لري، بس نو له هغه وروسته مې د خپل ځان د قبلولو په اړه فکرونه پیل کړل.

ویدیا بالن وايي، په دې کې ډېر وخت ولګېده، خو د هغې په خپل ځان باور پېدا شو، خپل ځان یې قبول کړ او خپل ژوند ته یې خوشحالي په خپله وروبخښله.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …