کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ملتان د لاهور لوبډلې ته ۱۷۰ منډې هدف وټاکه
راشد خان ۱

ملتان د لاهور لوبډلې ته ۱۷۰ منډې هدف وټاکه

د ملتان سلطانز لپاره سهیب مقصود، ریلي روسو او سهیل تنویر ښه توپوهنه ترسره کړه او د لاهور قلندرز لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۲۸مه لوبه د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، د لوبې په پیل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې سهیب مقصود ۶۰، ریلي روسو ۲۹ او سهیل تنویر په وروستیو کې ۲۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لاهور قلندرز له خوا شاهین شاه اپریدي ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ۴ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول، جیمس فولکنر ۲، راشد خان، احمد دانیال او حارث روف ۱-۱ ویکټ واخیستې. راشد خان په ۴ اورونو کې یوازې ۱۸ منډې ورکړې.

د یادولو وړ ده چې نننۍ لوبه د ملتان سلطانز لپاره ګټل مهم دي، ملتان سلطانز اوسمهال په جدول کې څلورمه لوبډله ده چې ۸ نومرې لري، همدا راز لاهور قلندرز بیا دریمه لوبډله ده چې ۱۰ نومرې لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …