کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته
ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ کې یې په لومړي ځل د مصنوعي ذهن لرونکې ډیجیټل کردار اختراع کړی دی، چې د چین په یو پوهنتون کې ورته داخله هم اخیستل شوې ده.

دا ډیجیټل زده کړیاله د چین په سنګهوا پوهنتون کې داخله شوې ده او د ښوونکو په وېنا، چې په ۱ کال کې به د ۱۲ کلن ماشوم په څېر شعور ترلاسه کړي. په دې ډیجیټل زده کړیاله کې داسې الګوریتم او سافټوېرونه دي، چې د هغې سره په زده کړه کې مرسته کوي. د یادولو ده چې تر دې مخکې چین بیا د خبرونو لوستو لپاره مصنوعي ویانده یا خبر ویونکې هم جوړه کړې وه.

چین دې زده کړیالې ته د (هوا ژای بينګ) نوم ورکړی دی، چې اوس د کمپیوټر ساینس او ټېکنالوژۍ زده کړې ترلاسه کوي. د سه شنبې ورځ یې په پوهنتون کې لومړۍ ورځ وه، د هغې لوموړی سیمسټر د ډاټا ټېکنالوژۍ په اړه دی او هغې ته ډېر تکړه پروفیسران زده کړې ورکوي.

تر دې مخکې د بیجینګ د مصنوعي ذهانت یوې اکاډمۍ او د زایپو اې ای په نوم شرکت په ګډه دې ډیجیټل زده کړیالې ته زده کړې ورکولې، خو تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې په دې ډیجیټل زده کړیالې دومره مصارف ولې کېږي.

په یو خبر کې ویل شوي دي، چې چین غواړي تر ۲۰۲۵ کاله پورې د مصنوعي ذهن ټېکنالوژۍ کې ډېر پرمختګ ترلاسه کړي، دوی وايي چې دا د چین په اقتصادي پرمختګ کې ډېر مهم رول لري.

د ډیجیټل زده کړیالې یو پروفېسر وايي، چې (هوا) لیکل کولای شي، انځورګري او شاعري هم کولای شي، له موسیقۍ سره هم مینه لري، ساده احساسات لري او خپل فکر وړاندې کوي، دا د نورو مصنوعي ذهن لرونکو څخه ډېره بدله ده.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …