کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پېښور (څمکنو) کې د یو افغان مړي ته خلکو د خښېدو اجازه ورنکړه

پېښور (څمکنو) کې د یو افغان مړي ته خلکو د خښېدو اجازه ورنکړه

د پېښور په څمکنو کې ځايي خلکو د یو افغان مړي ته د خښېدو اجازه نه ده ورکړې او خلکو ویستل شوی قبر بېرته بند کړی دی او ورته يې ویلي دي، چې لاړ شئ هند کې يې خښ کړئ.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو ډېره لاس په لاس کېږي، چې په هدیره کې د تازه ویستل شوي قبر سره جوړه شوې ده.

په ویډیو کې یو سړی وايي، چې دا مړی د هغه افغان زوی دی، چې کله د پاکستان نه افغانستان ته لاړ، نو د پاکستان په بېرغ يې متیازې وکړې او دوی به دلته د مړي د خښولو اجازه ورنکړي.

دغه کس نورو ته وايي، چې قبر دې بېرته بند کړي، چې ځینې کسان په بیلچو خاورې وراچوي. یاد کس وايي، چې مهاجر په پاکستان کې اوسېږي، نو پاکستان، د پاکستان خاورې او بېرغ ته به درناوی هم کوي.

دغه کس د مړي خلکو ته وايي، چې په څمکنو کې به مړی نه خښوي، لاړ دې شي او خپل مړی دې په انډیا (هند) کې خښ کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو له خپرېدو وروسته د افغانانو پراخ غبرګون هم ښکاره شوی دی، خو په ویډیو کې د راغلو کسانو شناخت تراوسه معلوم نه دی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …