کورپاڼه / تجارتي ليګونه / له لاهور نه د بریا چل هېر شو، دا ځل دهاني لاهوریان مات کړل
شاهنواز دهاني

له لاهور نه د بریا چل هېر شو، دا ځل دهاني لاهوریان مات کړل

د لاهور قلندرز لوبډلې تېره ورځ د ملتان سلطانز پر وړاندې ډېره کمزورې لوبه ترسره کړه او د ۸۰ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه، دا یې پرلپسې څلورمه لوبه وه، چې له ماتې سره پکې مخ شوه.

د پاکستان سوپر لیګ ۲۸مه لوبه چې د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې لاهور پچه وګټله او ملتان سلطانز ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې سهیب مقصود ۶۰، ریلي روسو ۲۹ او سهیل تنویر ۲۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د لاهور له خوا شاهین شاه اپریدي ۳، جیمس فولکنر ۲، راشد خان، حارث روف او احمد دانیال ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۷۰ منډو هدف په تعقیب کې لاهور ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه چې ټوله لوبډله یې په ۱۵.۱ اورونو کې د ۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده او د ۸۰ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا جیمس فولکنر ۲۲، محمد حفیظ ۱۴، فخر زمان ۱۳ او اغا سلمان هم ۱۳ منډې وکړې. د ملتان له خوا شاهنواز دهاني ښه توپ اچونه ترسره او ۴ لوبغاړي وسوځول، عمران خان ۳، بلیسنګ موزرباني ۲ او عمران طاهر ۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهنواز دهاني ته ورکړل شوه. ملتان ۱۰ نومرې ترلاسه او جدول کې دویمه لوبډله شوه، لاهور هم د ۱۰ نومرو سره په جدول کې څلورمه لوبډله ده، که کوټه کراچۍ ته ماتې ورکړي، نو لاهور بل پړاو ته تګ اسانه کېږي، خو که کراچۍ لوبه وګټله نو بیا به د نېټ رن رېټ په حساب کراچۍ یا هم لاهور بل پړاو ته لار پېدا کوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …